ګڼو لوېدیځو هېوادونو د بشار اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی او ویلي یې دي چې د سوریې خلک له کړاوه خلاص شول.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړې چې د اسد رژیم لسګونه زره خلک شکنجه او ووژل د دغه رژیم سقوط یو تاریخي فرصت دی چې د سوریې خلک یوه ښه راتلونکې ځان ته جوړه کړي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې هېواد یې څه باندې یو میلیون او دوو لکو سوریایانو ته پناه ورکړې بشار اسد د زرګونو بېګناه خلکو د وژنې مسوول بللی او هیله یې ښوولې چې سوریه سولې او ثبات ته ورسېږي.
د بریتانیا صدراعظم کایر استارمر په سیاسي حل، د سولې او ثبات په ټینګښت او د لږکیو او ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
بشار اسد او کورنۍ یې د راپورونو له مخې مسکو ته تللې او هلته یې پناه اخیستې ده.
بشار اسد څه باندې ۲۴ کاله په سوریه واک وچلاوه، خو د واکمني لویه برخه یې په کورنیو جګړو، د ایران په نیابتي جنګونو او ترهګرۍ ضد عملیاتو کې تېره شوه.