د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني یوځل بیا په غیرمستقیم ډول د خپل مشرتابه پر تګلارو نیوکه کړې ده.
نوموړي پرون یکشنبه د کابل د ارغندې مدرسې فراغت غونډې ته ویلي، حکومت یې باید داسې کارونه ونه کړي چې خلک له اسلامه زړه توري کړي.
هغه ویلي: "که زمونږ په نظام کې خلک مفسد شول او خلک کفر ته ولاړل، بیا خو دا معنا ده چې زمونږ تنګ نظري چې کومه ده، زمونږ فکر چې کوم دی، له اسلامي نظام سره مو وفا ونه کړه، بلکې زمونږ کمزورتیا ګڼلې کېږي. فکر به داسې نه کوئ چې نه، نن نه وروسته زه واکمن یم، که مې خبره څوک مني ودې مني، که نه هیڅ اسمان نه پرې ړنګېږي. نه، ته خدای ته مسوول یې."
که څه هم حقاني په مستقیم ډول د چا نوم یاد نه کړ، خو دغه څرګندونې یې داسې مهال کېږي چې طالبانو تېره اونۍ په طبي انستیتیوتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې وپارول.
تر دې وړاندې هم حقاني او د طالبانو د کابینې یوشمېر نورو غړو د خپل مشر ملا هبتالله اخندزاده پر یوشمېر تګلارو او فرمانونو غیر مستقیمې نیوکې کړي دي.