د طالبانو په کنټرول کې برښنا شرکت: د ایران د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه حل شوه

په افغانستان کې د برښنا مزي

د برښنا شرکت خبر ورکړی چې د ایران د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه حل او د بریښنا رسونې لړۍ منظمه شوه.

دا وروسته له هغه چې یکشنبه د راپورونو له مخې، د ایران وارداتي برښنا په ایران کې دننه د تخنیکي ستونزو په سبب پرې شوې وه او د افغانستان د لوېدیځ لویه برخه بې برقه پاتې وه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې برښنا شرکت د ورځې په وروستیو کې بېرته اعلان وکړ چې تخنیکي عارضه بېرته حل شوې ده.

تر دې مخکې یکشنبه سهار د ترکمنستان وارداتي برښنا هم له ستونزو سره مخ وه.

افغانستان خپله اړتیا وړ شاوخوا ۷۰ فیصده برښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه تامینوي.

تر دې مخکې هم د یادو هېوادونو له‌خوا عمدتاً د تخنیکي او یا مالي ستونزو په سبب پر افغانستان باندې برښنا بنده شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.