ملګري ملتونه په افغانستان کې ۱۷۵۰۰۰ داخلي بې‌ځایه شويو کسانو ته ژمنۍ مرستې رسوي

ارشیف: په افغانستان کې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" UNHCR وايي، په راتلونکي ژمي کې به ۱۷۵۰۰۰ داخلي بې‌ځایه شوي کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، په دې مرستو کې کمپلې، د پخلنځي لوښي او ترپالونه شامل دي چې د چین د نړیوالې پراختیايي ادارې په همکارۍ او په افغانستان کې د چین سفارت په مټ به وویشل شي.

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې طبیعي پېښو لکه سېلابونو، سختو بارانونو او طوفانونو سږ کال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ډېرو بې ځایه شویو خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.