بنګله‌‌دېش د نولس‌‌کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه

بنګله دېش د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام وګاټه

د نولس‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام پایلوبه د بنګله‌‌‌‌دېش او هندوستان ترمنځ ترسره شوه، چې د بنګله‌‌‌دېش په اتلولۍ تمامه شوه.

پای‌لوبه نن یک‌‌شنبه د (ډسمبر په ۸مه) نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله‌‌دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او په ۴۹.۱ اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹۸ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې رضوان حسین ۴۷ او محمد شهاب ۴۰ منډې وکړې.

د هندوستان لپاره بیا په توپ اچونه کې چیتن شرما، یادجیت ګوها او هاردیګ راج دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند لوبډلې ونه‌کړای شول چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۵.۲ اورونو کې ۱۳۹ منډې وکړې او د ۵۹ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

مخکښ هندی توپوهونکی هاردیګ راج و چې ۲۴ منډې یې کړې وې.

د بنګله‌‌‌دېش لپاره بیا په توپ اچونه کې عزیزالحکیم او اقبال‌حسین درې‌درې لوبغاړي وسوځول.

د نولس‌‌‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، چې افغانستان په‌‌کې خپلې ټولې ګروپي سیالۍ په بنګله‌‌‌دېش، سریلانکا او نيپال وبایللې او په لومړي پړاو کې له ټورنمنټ بهر شول.