په ارزګان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
سیمهییز چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار د خاصاروزګان ولسوالۍ په شینۍ او باریکي سیمه کې هغه مهال وشوه چې، یو بایفور هایلکس موټر د زیات سرعت له کبله چپه شو.
د دې پېښې علت د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې، خو د سیمې اوسېدونکي د لارو له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې، لهدې کبله ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.