د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک راپور رد کړ

د طالبانو بيرغ

دې معانیت پرون شنبې د (ډسمبر ۷مه) په یو بیان کې ویلي: "د نړیوال بانک هغه وروستۍ راپور چې د افغانستان د اقتصادي ودې تر عنوان لاندې یې خپور کړی، له حقیقته لیرې دی."

د طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي معانیت وړاندې ویلي، سره له‌‌‌دې چې په افغانستان کې د بې‌‌کارۍ کچه لوړه او د پانګې اچونې کچه ټېټه ده، بیا هم د قوش‌‌تېپې په‌‌څېر لوې پروژې پلي شوي او خلکو ته په‌‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

نړیوال بانک د ډسمبر په څلورمه په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې، د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکی یې څرګند نه‌دی.

نړیوال بانک له‌‌دې وړاندې په یو بل راپور کې ویلي و، سږکال د تېرکال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې کمولی راغلی، چې علت یې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر مالونو د مالیاتو لوړېدل یاد شوي و.