د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې د ګرد او غبار یو انځور

​د افغانستان د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرداري کې ویلي چې تر سبا یکشنبه د سالنګونو په ګډون د افغانستان په جنوب ختیځو، جنوبي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل شوی دی.

دغه ریاست وايي، په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو د سرعت اندازه په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.