د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د جنورۍ میاشتې له لسمې بېرته اروپا ته الوتنې پیلوي

د پاکستان د هوايي شرکت یوه الوتکه

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا پي‌آی‌اې PIA د جنورۍ میاشتې له لسمې بېرته اروپا ته الوتنې پیلوي.

دا الوتنې وروسته له هغې پیلېږي چې پر دغه هوايي شرکت د اروپايي ټولنې د چارواکو څلور کلن بندیز پای ته رسېږي.

پي‌آی‌اې نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی لومړۍ الوتنه به د جنورۍ پر لسمه د اسلام‌اباد او پاریس ترمنځ وي.

پر دغه هوايي شرکت تور دی چې د ګڼو پیلوټانو لایسنسونه یا جعلي یا مشکوک دي.

د دغه شرکت په وینا په لومړیو کې به په اوونۍ کې دوې نړیوالې الوتنې کوي، خو وروسته به په تدریجي ډول زیاتېږي.

اروپايي ټولنې ته د پي‌آی‌اې هوايي شرکت پر الوتنو په ۲۰۲۰م کال کې بندیز لګول شوی و.

دا بندیز وروسته له هغې ولګول شو چې د دغه شرکت یوه الوتکه په کراچۍ کې پر یوه کوڅه راکوزه شوه او نږدې ۱۰۰ کسان یې ووژل.

په لومړیو کې د پېښې علت د پیلوټانو انساني اشتباه او هوايي ټرافیک یاد شوی و، خو وروسته ادعاوې وشوې چې د دغه شرکت د یو پر درېیمه پیلوټانو لایسنسونه یا جعلي یا مشکوک دي.