په بادغیس کې د یوه ټراکټور د نسکورېدو په پېښه کې د لږ تر لږه دوو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د بادغیس لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ټراکټور پرون ماسپښین په غورماچ ولسوالۍ کې نسکور شوی دی.
تر دې مخکې د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم د وسایطو د نسکورېدو یا هم ټکر له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اصولو نه رعایت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د ګڼو ټرافیکو پېښو اصلي علتونه بلل کېږي.