د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون ویلي، هېواد به یې د اړتیا تر وخته د سوریې ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه د یاغیانو د عملیاتو پر وړاندې په مقابله بوخت دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د عراق پلازمېنې بغداد ته د سفر پر مهال ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت تل د سوریې ملاتړ کړی او په هر قیمت به د سوریې د حکومت له غوښتنې سره سم، د اړتیا تر حده دغه ملاتړ ته دوام ورکړي.
بلخوا د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین پرون ویلي چې هېواد یې باید له هرې حملې خوندي وساتل شي.
حسین، چې له خپل ایراني سیال سره په یوه کنفرانس کې خبرې کولې د سوریې تحولاتو ته په پام ویلي چې دی یو وار بیا د عراق د قلمرو او سرحدونو پر خوندیتوب ټینګار کوي.
هغه ویلي چې د عراق امنیتي ځواکونو د تیارسئ په حال کې دي.
په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن په دوحه کې د روسیې او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په سوریه کې د نوې جګړې پر حل لارو خبرو ته کېني.
دا درې واړه هېوادونه له ۲۰۱۷م کال راهیسې د استانې پروسې په چوکاټ کې شریکان دي او که څه هم د بېلابېلو جهتونو ملاتړ کوي، خو هڅه کوي چې د سوریې کورنۍ جګړې ته حل لار پیدا کړي.
په سوریه کې یاغیانو او د اپوزیسیون ځواکونو د حلب او حما پر لوري مخکې تګ ته دوام ورکړی او حمص ته نږدې شوي او د درعا ښار ۸۰ فیصده برخه یې هم نیولې ده.