د اسراییلو پوځ پر کمال عدوان روغتون حمله او دننه د پوځي عملیاتو ادعا رده کړه

په غزه کې د کمال عدوان روغتون یوه ویجاړه شوې څنډه

اسرائیل پرون جمعه هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د غزې په شمال کې یې پر یوه روغتون حمله کړې وي، یا ور داخل شوې وي.

دغه پوځ وايي، روغتون ته نږدې یې عملیات کړي دي.

تر دې مخکې د روغتون مشر او ژغورندویانو د اسراییل پوځ پر دغه روغتون په چاپې اچولو او ورباندې په حمله تورن کړی و.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر کمال عدوان روغتون دوی نه حمله کړې نه یې په کې دننه پوځي عملیات کړي دي.

خو پوځ ویلي چې د روغتون د مربوطاتو په ګډون به د تروریستانو د تاسیساتو او تروریستانو خلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د غزې د ملکي دفاع بنسټ ویلي وو چې د جمعې په ورځ ۲۹ کسان هغه وخت ووژل شول چې د روغتون په شاوخوا کې د اسراییل پوځ عملیات وکړل.

کمال عدوان د غزې په شمال کې یوازېنی فعال روغتون ګڼل کېږي.