د اوکراین چارواکي وایي چې د روسي ځواکونو لهخوا د دې هېواد پر زاپوریژیا ښار په پروني برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې والي ایوان فیدوروف پر ټیلګرام د ټپیانو شمېر شل تنه وښود چې درې یې ماشومان دي او زیاته یې کړه چې دغه برید د خدماتو یوسټیشن ویجاړ او نږدې کورونه او دوکانونه یې زیانمن کړل.
پر ټیلګرام د هغه په پوسټ کې ښکاري چې له یوې ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي او په سړک کې د کثافاتو ټوټې پرتې دي.
د اوکراین ولسمشرولادمیر زیلینسکي دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې هغه د دې څرګندونه کوي چې روسیه لېواله نهده چې پراوکراین د بشپړ یرغل د پای ته رسولو لپاره یوه موافقه وکړي.