د رومانیا د اساسي قانون محکمې د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج باطل کړل

په رومانیا کې د انتخاباتو پر خلاف د یوه لاریون څنډه

د رومانیا د اساسي قانون محکمې د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج باطل کړل چې ورسره په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اساسي قانون محکمې پرون وویل چې د انتخاباتو ټول نتایج حتی د دوهم پړاو رایې چې روانې وي باطلې دي. د لومړي پړاو انتخابات د مسکو یوه پلوي تندلاري کاندید کالین جیورجیسکو Calin Georgescu ګټلي وو.

د رایو د باطلېدو له اعلان مخکې د رومانیا څارنوالانو د کمپیوټري سیسټمونو په وسیله په رایو کې د روسیې د نفوذي کسانو د لاسوهنو د ادعاوو په اړه څېړنې پیل کړې وې.

د استخباراتي چارواکو په وینا د انتخاباتو په نتایجو کې لاسوهنو د جیورجیسکو له ناڅاپي بریا سره مرسته وکړه.

ولسمشر کلاوس یوهانیس چې د کار موده یې د ډسمبر په ۲۱مه پای ته رسېږي، پرون وویل چې د نوي ولسمشر تر غوره کېدو پورې به دندې ته دوام ورکړي.

یوهانیس به د پارلمان له منځه چې د ډسمبر په لومړۍ نېټه د انتخاباتو په نتیجه کې غوره شو، یو صدراعظم خوښ کړي څو نوی حکومت جوړ کړي.