د افغانستان یو شمېر پخواني جهادي مشران او د پرځېدلی جمهوري نظام ځینې چارواکي د یوه نوي ائتلاف د جوړېدو خبر ورکوي.
دوی په ترکیه کې له آنلاین غونډې وروسته په یوه بیان کې چې پرون یې رسنیو ته واستاوه، ویلي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د عمومي مجمع په نوم ائتلاف په افغانستان کې د یوې نوې سیاسي پروسې پیل دی.
همدې مشرانو پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو کې د مقاومت د عالي شورا په نوم ائتلاف جوړ کړی و، خو په دې ائتلاف کې شامل محمد محقق بېګا ازادي راډیو ته وویل چې نوی ائتلاف تر پخواني هغه لوی دی.
هغه وویل: "دا دوهم ائتلاف دی چې د مقاومت د عالي شورا تر ائتلاف څخه پراخ دی. یعنې پر هغو ۱۵ سیاسي جریانونو سربېره چې د مقاومت په عالي شورا کې دي، شاوخوا ۱۵ نور جریانونه هم د افغانستان د ژغورنې لپاره د عمومي مجمع په نوم په دې لوی تشکیل کې د مقاومت له عالي شورا سره یوځای شول."
د طالبانو حکومت د دې نوي ائتلاف د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې ویلي وو چې دې ډلې د افغانستان خلکو ته خپله ازموینه ورکړې ده.