د اسیا د نولسکلنو ځوانانو په پیل شوي جام کې نن جمعه د (ډسمبر په ۶مه) نېټه دوه نیمه پایلوبې ترسره شوې چې، په لومړۍ نېمه پایلوبه کې بنګلهدېش پاکستان ته او په دویمې نیمه پایلوبې کې بیا هندوستان سریلانکا ته ماتې ورکړې او پایلوبې ته ووتل.
د بنګلهدېش او پاکستان سیالي چې د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۱۷ منډو هدف ټاکلی و، چې بنګلهدېش د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۹ اور کې پوره کړ.
د هندوستان او سریلانکا سیالي د شارجې په لوبغالي کې وه، سریلانکا لومړۍ پاڼۍ لوبولې وه چې د ۱۷۴ منډو هدف یې ټاکلی و، هندۍ لوبډلې د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۲۲ اور کې بشپړ کړ او پایلوبې ته ووتل.
د ویلو ده چې د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو پایلوبه د ډسمبر په ۸مه نېټه د هندوستان او بنګلهدېش ترمنځ ترسره شي.