د رومانیا ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخابات؛ له دې هېواده بهر د رایې ورکولو بهر پیل شوی

د رومانیا د لومړي پړاو ټاکنو څخه یو انځور

د رومانیا د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو په ترڅ کې له هېواده بهر نورو هېوادونو کې د رایې ورکولو بهر پیل شوی دی.

د انتخاباتو په لومړي دور کې د روس پلوي ښي اړخي کاندید کالین جیورجیسکو بریا ته چې په لویدیځ کې د ټیک ټاک له لارې د هغه په ګټه د مسکو له‌خوا تنظیم شوي سایبري کمپاین د شواهدو په منځ کې د حیرانتیا څپې راپورته کړې، تر ډېره د رومانیایي چارواکو پام اوښتی دی.

جیورجیسکو به د ولسمشرۍ دویم پړاو انتخاباتو کې چې د ډسمبر په اتمه نېټه په رومانیا کې ترسره کېږي، د اروپایي ټولنې له ملاتړې کاندیدې الینا لاسکوني سره مخامخ شي.

چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې رومانیایي کډوالو ته د رایې ورکولو لپاره دونیمې ورځې وخت د دې لپاره ورکړی چې د هغې ګڼه ګوڼې مخه ونیسي چې د انتخاباتو په لومړي دورکې د دې هېواد په ډیپلوماتیکو استازولیو کې خلک په لویو کتارونو کې ولاړ و.