کریمیا کې چاودنې؛ یو لوی پل تړل شوی

په کرچ کې هغه لوی پل چې اوسمهال تړل شوی دی.

د کریمیا په کرچ ښار کې نن جمعه سهار وختي د چاودنو راپورونه ورکړل شوي او هغه لوی پل چې د مسکو له‌خوا اشغال شوې دا ټاپووزمه له روسیې سره نښلوي، تړل شوی دی.

د سیمه‌ییز کریمسکي ویټیرپه نوم ټلګرام چینل د راپور له مخې، چاودنې د کښتیو د درېدو په سیمه زلیف کې اورېدل شوي دي.

عیني شاهدانو د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې لومړنۍ چاودنې په سیمه‌ییز وخت سهار اوه بجې واورېدل شوې.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې پر کرچ سیمې د اوکراین له‌خوا هوایي او له سمندر څخه د الوزول شویو بې پیلوټه الوتکو په ذریعه برید شوی دی.

اوکراین د دغې ادعا په اړه تبصره نه‌ده کړې.

پر کریمیا، په تېره بیا لوی پله ته نژدې یې تل بریدونه کېږي.

د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې په دې پله کې یوه پیاوړې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د موټرو د تېرېدو یوه برخه ونړېده او د رېل پټلۍ په یوه برخه کې یې سخت اور لګېدلی و.

د روسیې د شمېرو له مخې، په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوي وو.