د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان څو ورځې وروسته له هغه چې ګوند یې په اسلاماباد کې له تشدد سره مل احتجاجي لاریون وکړ او ګواښ یې وکړ چې د مدني نافرمانۍ غورځنګ به پیل کړی، پر خپلو پلویانو غږ کړی چې راتلونکې اوونۍ یو لاریون وکړي.
عمران خان چې په زندان کې دی، پرون پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ډسمبرپه ۱۳مه دې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې چې د چارو واګې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاس کې دي، راغونډ شي.
عمران خان په اسلاماباد کې د نومبر په ۲۵مه د احتجاجي لاریون په اړه چې د نوموړي په خبره، لږ تر لږه ۱۲ ملاتړي یې پهکې ووژل شول او د تېر کال د مې د نهمې نېټې د تاوتریخوالي په اړه دې چې اته تنه پهکې ووژل شول، د عدلي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ټول نيول شوي سياسي کارکوونکي بايد خوشې کړل شي.
عمران خان وویل، که چېرې دا دوه غوښتنې یې ونه منل شي، نو د ډسمبر له ۱۴مې څخه به د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شي او حکومت به د هرډول پایلو مسوول وي.
د پاکستان حکومت د نومبر په ۲۵مه د احتجاجي لاریون په ترڅ کې د مرګژوبلې خبره ردوي او وايي چې د عمران خان پلویانو د تېر کال د مې په نهمه په پوځي تاسیساتو برید کړی و.