یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ درجې و، پرون پنجشنبې د امریکا کلیفورنیا ایالت ته ټکانونه ورکړل.
له دې زلزلې وروسته چارواکو د څونامي خبرداری ورکړ.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د جیالوجۍ ادارې ویلي چې دا زلزله د کلیفورنیا په هامبولت سیمه کې ساحل ته په نژدې سیمه کې شوې ده.
لومړی د دې زلزلې شدت د ریښتر ۶.۶ درجې اعلان شوی و، خو وروسته د امریکا د جیالوجۍ ادارې په خپل نوي راپور کې د هغې شدت د ریښتر ۷ درجې وښود.
د دې زلزلې ټکانونه د سانفرانسیسکو تر جنوبي برخو پورې احساس شوي دي.
د زلزلې له امله په سانفرانسیسکو کې د ښاري ریلګاډي(BART) حرکت وځنډېد.