ټاکل شوې د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ څلورم پړاو نن جمعه په هرات ولایت کې پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ به د هرات د موج ساحل او سرخ پوشان هرات لوبډلې او په دویمه لوبه کې به د هرات د صرافانو او د کندهار د عینو مېنې ټیمونه سره مخامخ شي.
دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ درېیم فصل د جون په میاشت کې په کابل کې شوی و.