ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی وکړ

د اروپايي ټولنې بیرغ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف‌پي (WFP) له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه بیان کې وویل، مالي مرسته به له محلي پرګنو سره مرسته وکړي چې طبیعي خطرونو ته چمتو شي او د اقلیم د بدلون د ویجاړوونکو اغېزو په وړاندې مقابله وکړي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې سږ کال د سېلابونو له امله له ۱۶۰زرو ډېر کسان اغېزمن شوي، نږدې ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.