طالبان: پولیسو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې سلګونه افغانان نیولي

ارشیف: پاکستانیو پولیسو افغان کډوال نیولي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په وروستیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې سلګونه افغانان نیول شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو له‌خوا د کډوالو لپاره ګمارل شوي اتشه ویلي، چې په دغه ښار کې ۸۰۰ افغانان نیول شوي دي.

وړاندې راغلي چې د نیول شویو افغانانو د شمېر په باب معلومات پاکستاني چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ته سپارل شوي او غوښتنه شوې چې دوی باید خوشې شي.

تېره اوونۍ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو له اعتراضونو وروسته د پاکستان چارواکو وویل چې ځینو افغان وګړو هم په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

د اسلام‌اباد د پولیسو قوماندان سید نصیر علي رضوي ویلي چې په شاوخوا زرو نیول شویو کسانو کې ۵۶ یې افغانان وو.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د دې اوونۍ په لومړیو کې ویلي وو چې افغان کډوال د پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې دخیل نه دي.