امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي عملیات؛ میرکل د جرمني ګډون په‌کې یو سم تصمیم وباله

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف په پوځي عملیاتو کې د خپل هېواد ګډون یو سم تصمیم وباله.

مېرمن میرکل پرون پنجشنبه د جرمني د پارلمان په یوه کمېټه کې رابلل شوې غونډې ته دا خبره وکړه.

په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي عملیات پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته پیل شول او په افغانستان کې د امریکا او متحدانو پوځي حضور تر شاوخوا شلو کلونو وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۳۱مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پای ته ورسېد.

میرکل له وړاندې د برابرې شوې وینا د لوستلو پر مهال ویلي چې په هغه وخت کې یوه معقوله هیله دا وه چې په افغانستان پوځي مداخله له دغه هېواده د تروریستي حملو د پلان مخنیوی وکړي.

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه اوس په افغانستان کې په ټولو نورو اهدافو کې، د قانوني حاکمیت له هڅونې نیولې، د ښځو د حقونو تر مسایلو پورې ناکامه شوې ده.

د جرمني د پارلمان یوې کمېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر څرنګوالی څېړي.

هغه بهیر چې له ګډوډیو سره مل و او د دغه بهیر له بشپړاوي وروسته د لوېدیځ له ملاتړه برخمن حکومت نسکور شو او طالبان بیا واکمنان شول.