په کندهار کې د هوا په سړېدو سره ماشومانو کې د سینه بغل او نورو تنفسي ناروغیو پېښې ډېرې شوي دي.
د میرویس روغتون د ماشومانو څانګه له ناروغو ماشومانو ډکه ده.
په ځینو بسترونو کې آن درې درې ماشومان یوځای بستر شوي دي.
زیاتره ناروغان د کندهار له لرې پرتو سیمو راوړل شوي، چېرته چې روغتیایي امکانات نهشته.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکې لعل بيبي چې خپل ماشوم یې د سینه بغل ناروغۍ له امله میروېس روغتون ته راوړی، وايي چې په خپل کلي کې یې درملنه ممکنه نه وه.
هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا کوچنی پنځه ورځې کور ناجوړه پروت و، پنځه ورځې وروسته مې دلته راوستی، ډاکتر وایي دا سینه بغل دی."
د میرویس روغتون د ماشومانو څانګه په دهلیزونو کې د ناروغو ماشومانو د میندو او پلرونو اوږدې کتارونه جوړ شوي چې هره مور او پلار د خپل ماشوم د درملنې لپاره انتظار باسي.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکې بيبي عایشې خپل ماشوم چې اوږدمهاله او سخت ټوخی کوي، دلته په میروېس روغتون کې بستر کړی دی.
هغه وایي، په سیمه کې یې د روغتیايي خدماتو نشتوالي دوی اړ کړي چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره څو ساعته سفر وکړي.
بيبي عایشه وايي :"دا کوچنی ټوخېده، شین کېده، شین کېده، د لوی اختر راهیسې دغه ډول دی، موږ هلته په صحرا کې یو، نه روغتون شته، نه نږدې ډاکتر، بس دلته مې چینایي شفخانې ته راوستی."
روغتیايي چارواکي وایي، کندهار کې د یخ څپې له راتګ سره د لویانو په ګډون ډېر شمېر ماشومان ناروغان شوي چې زیات یې په سینه بغل اخته دي.
د کندهار د میروېس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکتر هدایتالله حکیمي وایي، ماشومان د سړې هوا د تنفس له امله په سینه بغل او نورو تنفسي ناروغیو اخته شوي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې شمېر ۲۰۴۴ ته رسېدلی چې ۱۳ یې مړه شوي دي.
د ده په وینا، د ماشومانو د کورنیو د بې غورۍ له امله ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.
حکیمي وايي: "موږ د تنفسي ناروغیو ټولې ستونزې په تېره میزان میاشت کې په اوپيډي کې او داخله کې بستر کې درلودې چې شمېر یې ۲۰۴۴ ته رسېږي، له دې جملې مو ۳۹۴ بستر کړي او همدارنګه ۱۳ مړینې مو د ماشومانو د تنفسي ناروغیو له امله درلودې."
ډاکتران ټینګار کوي چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته په ژمي کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی باید ماشومان له یخنۍ وساتي، ګټور خواړه ورکړي او حفظالصحې ته یې ډېره پاملرنه وکړي.