بریتانیا: اسراییلو د ایران هوايي دفاعي سیستم تقریباً ټول ویجاړ کړی

د ایران ویجاړ شوی د رادار سیستم

د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وايي، اسراییلو پر ایران باندې په ځوابي برید کې چې د ایف۳۵ جنګي جېټ الوتکو په وسیله یې وکړ، د ایران هوايي دفاعي سیستم "تقریباً ټول" ویجاړ کړی دی.

د سمندري ځواکونو لوی درستیز ټوني راداکین د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر څلورمه د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د شاهي پوځي خدماتو په موسسې کې په وینا کې دا هم وویل چې اسراییل په ایران کې په وروستیو عملیاتو کې د دغه هېواد د راتلونکي کال لپاره بالستیک راکټونو د تولید توان هم له منځه وړی دی.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو دوه اوونۍ مخکې په یوه وینا کې د دې هېواد د عقرب پنځمې عملیاتو پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې عملیاتو کې څلور هوايي دفاعي سیستمونه، د بالستیک راکټونو لپاره د جامد سون موادو تولیدوونکي تاسیسات او "د ایران د هستوي پروګرام ځانګړې برخه" هدف ګرځول شوي او ویجاړ شوي دي.

خو ایران بیا د اسراییل د دې بریدونو اغېزې او ورانۍ کمې ګڼلي دي.