په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي

عملیات نجات برای غرق شده‌ها.

د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، نن سهار پنجشنبه د ډسمبر پنځمه یو لنډکروزر موټر د امو په سیند کې لوېدلی چې په کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پنځو قربانیانو جسدونه تراوسه نه دي موندل شوي.

په تېرو دوو اوونیو کې بدخشان ولایت کې دا درېیمه مرګونې ترافیکي پېښه ده.

په تېرو دوو پېښو کې د کوکچې په سیند کې د دوو موټرو د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي چې د اتو کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.