طالبانو د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر وزارت د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې او د دې تلوېزیون خپرونې یې "د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو" سره په ټکر کې بللي دي.

د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د آرزو په نوم د خصوصي تلوېزیون پر دفتر یرغل وروړ دا دفتر یې وتاړه او د دې تلوېزیون اووه کارکوونکې یې له ځان سره بوتلل.

نن پنجشنبې د طالبانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه د دې تلوېزیون د تړل کېدو په اړه ویلي: "د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده."

خو د بیان د ازادۍ او رسنیو د ملاتړ سازمانونو او فعالانو د طالبانو له‌خوا د ارزو تلوېزیون تړل د طالبانو د حکومت د هغو هڅو د لړۍ بله کړۍ بللې چې په هېواد کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې او تر دې مخکې یې یو شمېر نورې رسنۍ هم تړلي دي.

په دې لړ کې د افغانستان د خبریالانونو د مرکز د چهارشنبې په ورځ د ارزو تلوېزیون تړل د رسنیو او خبریالانونو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه مرکز پرون په یوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر دغې رسنۍ لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې، دفتر دې خلاص او خبریالان دې يې راخوشې کړي.