يونېسف د افغان ماشومانو لپاره د څه باندې يو ميليارد ډالرو مرستو غوښتنه کړې

افغان ماشومان

افغان ماشومان

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې د افغانستان لپاره د راتلونکې کال په ترڅ کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.

د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل پرون په یوه بیان کې وویل، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې داسې اټکل کوي چې، د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري.

د همدې لپاره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چې له‌‌دې جملې څه باندې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره ورپسې تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده.

یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې وه.