د جنوبي کوريا د پارلمان غړو د دغه هېواد د ولسمشر د استيضاح طرحه وړاندې کړې

د جنوبي کوريا ولسمشر

د جنوبي کوریا د پارلمان غړو نن سهار د دې هېواد د ولسمشر د استیضاح طرحه پارلمان ته وړاندې کړې ده.

د پارلمان دې غړو د جنوبي کوریا ولسمشر یون‌ سوک‌ یول تورن کړی چې، له جنايي څېړنو د ځان او خپلې کورنۍ د خلاصون په موخه يې پوځي حکومت اعلان کړ.

یون تېره شپه په جنوبي کوریا کې د هغه په خبره، ځکه پوځي حکومت اعلان کړ چې په خپلو سیاسي مخالفیو کې د "دولت ضد څېرې" له‌‌منځه یوسي.

خو له اعلان سره سم، د پارلمان او د جنوبي کوریا د پوځ ترمنځ شخړه پیل، په پایله کې يې دا پرېکړه لغوه شوه.
یون سوک یول چې یو محافظه کار سیاستوال دی او ۲۰۲۲ کال را په دېخوا د جنوبي کوریا واک په لاس کې لري، اوس‌مهال له یو نامعلومه برخلیک سره مخامخ دی.

د پارلمان یو غړي کیم سونګ وون ویلي: "دا یو نه بښونکی جنایت دی."

د راپورونو پر بنسټ، د جنوبي کوریا د قانون پر بنسټ دغه طرحه له ۲۴ څخه تر ۷۲ ساعتونو وروسته په پارلمان کې رای ورکولو ته ايښودل کېږي.