د پاکستان پوځ وايي، امنیتي ځواکونو يې پرون چهارشنبې د دې هېواد په شماللوېدیځ کې د وسلهوالو پر یوه پټنځای برید کړی چې له کبله يې نښته رامنځته شوې ده.
د پوځ په خبره، په نښته کې پنځه وسلهوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، برید د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې شوی دی.
د پاکستان پوځ د وژل شویو او ټپي وسلهوالو د هویت په اړه څه نهدي ویلي.
کهڅه هم تر اوسه په پاکستان کې مېشتو وسلهوالو ډلو د پوځ دې ادعا ته غبرګون نهدی ښودلی، خو په تېر کې د ورته بریدونو او وسلهوالو نښتو مسوولیت په سیمه کې فعالې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي او ورته نورې وسلهوالې ډلې پر غاړه اخلي.