يونسکو د موسيقۍ اله رباب د ګډ فرهنګي ميراث په توګه په‌دغه سازمان کې ثبت کړ

رباب

یونسکو په افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې د موسیقۍ الې رباب، غږول او جوړول د فرهنګي ګډ میراث په توګه په‌دې سازمان کې ثبت کړی دی.

د ملګروملتونو فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان (یونسکو) پرون چهارشنبې د (ډسمبر ۴مه) په پاراګویا کې له فرهنګي میراثونو د ساتنې په ۱۹مه دولتي غونډه کې دا پرېکړه اعلان کړې ده.

په‌‌دې غونډه کې د افغانستان د استازي سربېره، د ایران، ازبکستان او تاجکستان استازو رباب د دغو هېوادونو د موسیقۍ روح او د فرهنګي تاریخ یوه لویه برخه وبلله.

رباب د موسیقۍ هغه سنتي اله ده، چې له لرګیو او خاصو تارونو څخه جوړیږي.

رباب په‌‌داسې حال کې د یونسکو له‌‌خوا د افغانستان د فرهنګي میراث په توګه ثبتیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د موسیقۍ الو غږول او د موسیقۍ اورېدل منع شوي دي.