هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي

د هرات ولايت يو انځور

د هرات ولایت د برېښنا ریاست وايي، له دوو ورځې راهیسې په‌دې ولایت کې له ترکمنستان سره د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي دي.

د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې خپره شوې راغلي، د کشک‌رباط سنګي ولسوالۍ اړونده بند بغرچر په ۷ سیمو کې د سړې هوا له کبله د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي، چې د دوو ورځو په تېرېدو سره لا هم نه‌دي وصل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له ترکمنستانه د برېښنا مزو له پرې کېدو سره د هرات ولایت نیمايي اوسېدنکي برېښنا نه‌‌لري.

دا په‌‌داسې حال کې ده، چې د طالبانو د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تللی، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د وارداتي برېښنا توافق‌نامه تمدید کړي.

هر کال د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې یا د خلکو د لوړ مصرف یا هم په ځینو سیمو کې د مزو د پرې کېدو له کبله د برېښنا پارچوۍ زیاتېږي.