روسيې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد خبر ورکړی

د روسيې بيرغ

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د پنځمې جوپې د لېږلو خبر ورکړ.

د روسیې د تاس اژانس د خبر له‌‌مخې، په‌‌‌دې مرستو کې چې نن افغانستان ته ورسېدې اته‌‌ویشت ټنه غذایي مواد دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د راپور له‌‌‌مخې، افغانستان د نړۍ له هغو دوه ویشت هېوادو څخه دی چې، ګڼ کسان په‌کې له لوږې سره مخامخ دي.

د دې نړیوالې مؤسسې په باور نژدې دولس‌‌نیم میلیونه افغانان د خوراکي ناامنۍ په حاد وضعیت کې
دي.