یوناما د طالبانو حکومت ته: د ټولنې په پرمختګ کې د معلولو کسانو ونډه په رسمیت وپېژنئ

ارشیف: په افغانستان کې معلول کسان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما نن د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ټولنې په پرمختګ کې د معلولو کسانو ونډه په رسمیت وپېژني.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې معلول خلک د زده‌کړ، کار، روغتیايي خدماتو او ټولنیز مشارکت په برخو کې له ننګونو سره مخامخ دي.

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د معلولانو د حقونو د خوندیتوب لپاره د کور او نړۍ په کچه د ملاتړ غوښتنه کړې.

بینېټ پر ایکس شبکې لیکلي چې دا خبره باید یقیني شي چې د میلیونونه معلولو افغان وګړو غږ اورېدل کېږي.

هغه غوښتنه کړې چې باید په ټولنه کې د معلولو کسانو د ګډون او هغوی ته د باعزته ژوند او انډول فرصتونو د برابرولو د هڅو ملاتړ وشي.

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو له کبله له ۱۸۰زرو زیات معلولان ثبت دي چې څه باندې پنځوس زره یې نارینه او له دېرش زرو ډېرې ښځې دي.