ګرجستان کې د حکومت ضد مظاهره‌چيان نن سهار د پوليسو له لوري خواره شول

ګرجستاني پوليس

په ګرجستان کې د حکومت مخالف معترضان چې په تېرو پنځو شپو کې یې له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړې نن سهار خواره شول.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌‌‌مخې، پولیسو د مظاهره‌‌‌چیانو د تیت‌و‌پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو شیندلو ماشینونه وکارول.

دا مظاهرې تر ۲۰۲۸ کاله په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د مذاکراتو د ځنډولو لپاره د حکومت د طرحې په مخالفت کې پیل شوې.

معترضان وروسته له هغه لارو کوڅو ته راووتل چې، د ګرجستان د هیلو په نوم واکمن ګوند د نوامبر په ۲۸مه په‌دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.