پر لبنان د اسراييلو بريد کې نهه کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييلو بريد

د اسراییلو پوځ وايي، د حزب‌الله د بریدونو په غبرګون یې په لبنان کې د یادې ډلې لسګونه اهداف ویشتلي دي.

حزب‌الله د امریکا له‌‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې، د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي، د لبنان په جنوب کې د نبطیه په ولایت کې پنځه کسان په حاریص او څلور کسان په طلوسه ښارګوټو کې وژل شوي.

د اسراییلو پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، وروسته له هغه یې په لبنان کې د حزب‌‌الله مواضع تر برید لاندې راوستل، چې دې ډلې د اسراییلو په شبعا ځمکو باندې دوه ګولۍ توغولي دي.

د اسراییلو او حزب‌الله تر منځ د امریکا او فرانسې په منځ‌ګړیتوب اوربند ټینګ شوی، خو دواړو خواو تېر شپږ ورځې څو واره یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي.