ایرانی سندرغاړی توماج صالحي له بنده خوشې شو

د ایران رپ سندرغاړی توماج صالحي

د ایران رپ سندرغاړی توماج صالحي چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون له کبله نیول شوی و، د خپل بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شو.

۳۴ کلن صالحي د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې د هغو لاریونونو د څرګند ملاتړ په تړاو ونیول شو چې په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې کردۍ ټبرې ښځې له مړینې یوه میاشت وروسته پیل شوي وو.

صالحي د دغو لاریونونو د ملاتړ لپاره له خپلو سندرو او ټولنیزو رسنیو کار اخیستی و.

مهسا امیني په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت له کبله نیول شوې وه چې څو ورځې وروسته یې په توقیف کې ساه ورکړه.

د ایران د قضایه قوې ویبپاڼې میزان خبر ورکړی چې توماج صالحي په زندان کې د څه باندې یوه کال له تېرولو وروسته یکشنبه خوشې شو.

د میزان په لیکنه هغه د سیاسي نظام پر خلاف د تبلیغاتو له کبله زنداني و.

د هغه مدافع ډله وايي، دی د فتنې په هڅولو، د غونډو په تنظیم، دسیسې، د نظام پر خلاف په تبلیغاتو او د بلواګانو په رابللو تورن شوی و.