د ملک سلمان خیریه بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ وايي چې په افغانستان کې یې د ګوزڼ یا پولیو ختمولو لپاره د اسلامي پراختیا له بانک سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

دغه بنسټ تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر د دې تفاهم‌لیک د لاسلیک اعلان وکړ. په همدې حال کې اسلامي پراختیایي بانک پر ایکس شبکه لیکلي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تفاهم لیک د ګډو هڅو د یوې برخې په توګه لاسلیک شوی دی.

بانک زیاته کړې چې د دې مرستې موخه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ملاتړ او د لومړنیو روغتیایي خدماتو ښه کول دي.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو په پاکستان کې یې د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته رسېږي.

ګوزڼ یا پوليو يوه ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان ترې وژغوري.