ولې افغان ځوانان د کال په څلورو موسمونو کې له زړه تنګۍ او وزګارۍ شکایت کوي؟

ارشیف

د ازادي راډیو په اوونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د هغو ځوانانو په هکله خبرې شوي چې د ژمي په رارسېدلو سره د وزګارۍ له وجې نور هم له ستونزو سره مخ دي.

په پیل کې به واورئ چې د طالبانو د دوهم ځلي واکمنۍ په پیل سره ولې افغان ځوانان د کال په څلورو موسمونو کې چې ژمی هم په‌کې شامل دی، له زړه تنګۍ او وزګارۍ څخه شکایت کوي؟

که چېرې د ځوانانو غږ وانه‌ورېدل شي او ستونزو ته یې حل‌لاره ونه لټول شي، دا کار کومې بدې بایلې درلودلی شي؟

دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې خپرونه