ولې یو شمېر سړي په کور کې حق ناحق په قهر وي؟

ارشیف

د ازادي راډیو په اوونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د هغو ښځو په هکله خبرې شوي چې وایي، د کورنۍ نارینه یې په کور دننه تریخ چلند کوي، خو بهر بیا له خپلو ملګرو سره ځان ډېر نرم او د ښه خوی کسان ښي.

په پیل کې به واورئ چې ولې یو شمېر سړي په کور کې حق ناحق په قهر وي، نرمه خبره نه کوي، خو له کور نه بهر یې په عامه خبره بیا شعر چاري وي، ټوکې او کیسې کوي؟

دا ډول نارینه د کورنۍ فضا څومره تریخوي او دا کاریې کومې بدې پالې لري؟

دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ