د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د کاپیسا ولایت د باغدرې د برښنا بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باخترآژانس د خبر له مخې، دغه تړون د يکشنبې په ورځ د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او د ایمسيسي چینایي شرکت د رييس سونګ وين بينګ ترمنځ لاسليک شو.
ایمسيسي شرکت د مس عینکو د استخراج تړون هم مخته وړي.
د دغه قرارداد له مخې چینايي کمپنۍ ۸ میاشتې وخت لري چې د باغدرې د برښنا بند تخنیکي مطالعات ترسره کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د عینک د مسو کان د برښنا د تولید لپاره ډېره مهمه ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چين د طالبانو له حکومت سره نږدې اقتصادي اړيکې ټينګې کړې او تر دې دمه د چينايي شرکتونو او طالبانو ترمنځ د کانونو او نورو اقتصادي پروژو ګڼ تړونونه لاسليک شوي دي.