د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې، د تحریرالشام وسلهوال د دغه هېواد په شمال کې د حما ولایت ځینو کلیو او ښارګوټو ته ننوتي دي.
په وروستیو دو ورځو کې زرګونو سوري یاغیانو د حلب ښار زیاتره برخې ونیولې او د دې ښار هوايي ډګر یې تر خپل کنټرول لاندې راوست.
یاغیانو چې د بشارالاسد د رژیم مخالف دي، خپل بریدونه ګاونډیو ولایتونو ته هم غځولي دي.
د راپورونو لهمخې، د دوی بریدونه ډېر چټک او ناڅاپي وو او د بشارالاسد د پوځ وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
دا بریدونه پهداسې وخت کې شوي چې د اسد متحدان، لکه روسیه او ایران، په خپلو نورو جګړو کې ښکېل دي.
دې ناڅاپي برید په سوریې کې د کورنۍ جګړې د بیا پیل ګواښ رامنځته کړی دی، هغه جګړه چې څو کاله په ولاړ حالت کې پاتې شوې وه.
په وروستیو تحولاتو کې، د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې یاغیان د حما ښار شمالي څنډو ته رسېدلي او د سوریې د پوځ ځواکونه د دې ښار په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.
په همدې وخت کې، سپینې ماڼۍ پر ایران او روسیې د بشارالاسد د رژیم تکیه د حلب د سقوط یو اصلي دلیل بللی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوت، د شنبې په شپه (د ليندۍ ۱۰مه) په یوه بیان کې وویل چې، واشنګټن د سوریې حالات په ځیر څاري او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د سیمې له پلازمېنو سره تماسونه نیولي دي.
پهدې بیان کې راغلي، پر روسیې او ایران د اسد رژیم پرلهپسې اتکا او د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴پرېکړهلیک پر اساس سیاسي بهیر ته نه تسلیمېدا، داسې شرایط رامنځته کړل چې د اوسني وضعیت سبب شول، په ځانګړي ډول د سوریې په شمال لوېدیځ کې د اسد رژیم د جبهو د سقوط.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ټینګار کړی چې، متحد ایالتونه لهدې بریدونو سره، چې د هیئت تحریرالشام ترهګرې ډلې لهخوا شوي، هيڅ ډول ارتباط نهلري.
په دې اړه نور: سوريه کې د تحريرالشام ډلې يوه پوځي اډه او ۱۳ کلي نيوليامریکا له ۲۰۱۸ کال راهیسې هیئت تحریرالشام ډله د ترهګر سازمان په توګه پېژندلې او د نړۍ ډېری هېوادونه هم دغه ډله ترهګره بولي.
په تېرو دوه ورځو کې د ایران د اسلامي جمهوریت څو چارواکو، لکه د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او په دمشق کې د ایران سفیر حسین اکبري، د سوریې په بریدونو کې د یاغیانو فعالیتونه په امریکا او اسراییل پورې تړلي بللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې نن (یکشنبې) دمشق ته روان دی، خبریالانو ته وویل چې دوی په ټینګه د سوریې د پوځ او حکومت ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي په وینا، ښاغلی عراقچي به له دمشق څخه وروسته انقرې ته سفر وکړي او له ترک چارواکو سره له سلا مشورو وروسته به د خپل سفر بل هدف ته روان شي.