روسیې پرون شنبه اعلان وکړ، چې جنګي جټ الوتکو یې په سوریه کې ګڼ ماموریتونه بشپړ کړي، چې د یاغیانو د قوماندې، د توغندیو د ویشتلو مرکزونه او کمپونه یې په نښه کړې دي.
روسیې په دغو عملیاتو کې د سوریې د حکومت ضد ۳۰۰ جګړه مارو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس په سوریه کې د روسیې د ماموریت د مشر، تورن اولیګ ایګناسیوک خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، د افراطي مهاجمانو پر خلاف به د دوی پوځي عملیات دوام کوي.
دغه اطلاعات په خپلواکه توګه تایید شوي نهدي.
پخپله ایګناسیوک هم د دغو جنګي الوتکو د موقعیتونو په باب معلومات نهدي ورکړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې د رژیم د مخالفانو ډلو چې مشري یې افراطي ډله، هیئت تحریر شام کوي، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حلب ښار د زیاتو برخو په ګډون ځینې ساحې نیولې دي.
روسیه د سوریې د حکومت له عمده متحدانو ګڼل کېږي او له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او په سوریه کې یې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.