د نولس‌کلنو اسيا جام؛ نن افغانستان له سريلانکا سره سيالي لري

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم‌‌عمره لوبډلو د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او سریلانکا دغه راز د بنګله‌‌‌دېش او نیپال ټیمونه سره مسابقه کوي.

دغه دواړه مسابقې د کابل پر وخت سهار نهه‌نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې کېږي.

د افغانستان او سریلانکا مسابقه د شارجې او د بنګله‌‌‌دېش او نیپال مسابقه د دوبۍ د کرکټ په میدان کې کېږي.

افغانستان تېره جمعه د دغو سیالیو په لړ کې د بنګله‌‌دېش په وړاندې ماتې وخوړه.

افغانستان په B ګروپ کې له بنګله‌‌‌دېش، سریلانکا او نیپال سره دی.

پرون د دغو سیالیو په لړ کې پاکستان په A ګروپ کې هند ته د ۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم‌‌‌عمره لوبډلو د اسیايي جام سیالۍ چې ۸ ټیمونه په‌‌‌کې برخه لري، د متحده عرب اماراتو په کوربه توب تېره جمعه پیل شوې او د لیندۍ یا قوس پر ۱۸مه ختمېږي.