د امريکا سفارت: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوو

يوشمېر افغان مېرمنې

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو سفارت وايي، په روان ۱۶ ورځني کمپاین کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار کوي.

دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول یو نړیوال لومړیتوب دی او افغانستان هم ترې مستثنی نه‌دی.

وړاندې راغلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د افغان ښځو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکوي.

د امریکا سفارت زیاته کړې چې هره ښځه د خوندیتوب، کرامت او برابرۍ مستحقه ده.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل شو.

د دې کمپاین موخه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض ختمول دي.

په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، د کار او زده‌‌‌‌کړو په ګډون پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.