ټرمپ: که د بريکس غړي هېوادونه په ډالرو راکړه ورکړه کمه کړي، پر وارداتو يې سل‌سلنه تعرفه وضع کوم

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی چې، که د بریکس ټولنې غړي هېوادونه په امریکايي ډالر راکړه ورکړه کمه کړي، نو د دې هېوادونو پر وارداتو به سل‌‌سلنه تعرفه وضع کړي.

بریکس د اقتصادي همکاریو ټولنه ده چې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا په ګډون یوشمېر هېوادونه غړیتوب په‌کې لري.

هغه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) په خپله خواله رسنۍ "تروت" کې د بریکس ډلې په اړه لیکلي: "دې هېوادونو ته پکار ده چې ژمنه وکړي نه به د بریکس لپاره نوې پیسه راباسي او نه به د امریکا د ځواکمن ډالر د ځای نیولو لپاره د بلې پیسې ملاتړ کوي. که داسې ونه‌کړي، نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخامخ شي او د امریکا له فوق‌العاده بازار سره به خدای پاماني وکړي."

برازیل، روسیه، هند، چین، جنوبي افریقا او څو نور هېوادونه د بریکس غړیتوب لري.

د بریکس هېوادونو په هغه غونډه کې چې تېره میاشت یې د روسیې په کازان کې وکړه، مسکو د بریکس دننه د بانکي همکارۍ د شبکې د پیاوړتیا او د محلي تادیاتو د اسانتیا لپاره د بریکس د پولي تادیاتو د نوښت ملاتړ وکړ.

خو د دې غونډې په پای کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبریالانو ته وویل چې، د سویفټ سیسټم د بدیل مالي پیغام رسونې سیسټم په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌‌‌دی شوی.

هغه زیاته کړه، په اوس وخت کې د بریکس لپاره د یوې واحدې پیسې د جوړولو موضوع د دوی په اجنډا کې شامله نه‌ده.