د افغانستان، ايران، هند او ازبکستان استازو د ترانزيټ پر پراختيا خبرې کړي

چاه بهار بندر چې منځنۍ اسیا ته د هند او ایران د سوداګریزو مالونو د ترانزیت لپاره مهم بلل کېږي

ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې، د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د چاه بهار بندر له لارې د ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې کړي.

تهران ټایمز دولتي ورځپاڼه راپور ورکوي چې، د څلور واړو هېوادونو استازو پرون د هند په مومبی ښار کې په خپله درېیمه کاري غونډه کې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې او د مالونو د ترانسپورت او ترانزیت لپاره د اسانتیاو د برابرولو د ستراتېژیو په اړه بحث وکړ.

د راپور له‌‌مخې، په‌‌‌دې غونډه کې د چاه بهاربندر مرستیال مشر، د هند د بندرونو او مواصلاتو د وزارت استازو او همداراز په هند کې د طالبانو د حکومت او د ازبکستان او ایران سفیرانو او ډيپلوماتانو ګډون کړی و.

راپور زیاتوي چې، د غونډې ګډونوالو د چاه بهار بندر د ظرفیتونو، د ترانسپورت د اړینو تاسیساتو او په‌‌‌دې برخه کې د ستونزو په اړه بحث وکړ.

چاه بهار بندر چې منځنۍ اسیا ته د هند او ایران د سوداګریزو مالونو د ترانزیت لپاره مهم بلل کېږي، د افغانستان لپاره چې په وچه پورې محدود هېواد دی هم د کراچۍ له دودیز بندر پرته له منځنۍ آسیا او نورې نړۍ سره د تماس لاره ده.