طالبانو په بدخشان کې ۳۱ کسان د کوکنارو د کرلو په تور نيولي دي

ارشيف

طالبانو په افغانستان کې د مخدروموادو پرضد د مبارزې د پروګرام په ترڅ کې په بدخشان ولایت کې ۳۱ کسان د کوکنارو د کرلو په تور نیولي دي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې، د بدخشان د مخدروموادو پر ضد د مبارزې د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې، نیول شوي کسان د بدخشان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکی دي.

راپور زیاتوي چې تورن کسان د نورو تحقیقاتو لپاره سیمه‌يیزې محکمې ته سپارل شوي دي.

د طالبانو لوی مشر ملاهبت‌الله اخندزاده په ۲۰۲۲ کال کې په یوه فرمان کې په افغانستان کې د نشه‌‌‌يي موادو کرل، قاچاق او خرڅلاو بند کړل چې، له‌‌‌دې سره د مخدروموادو په تولید کې د پام وړ کموالی راغی.

خو د ملګروملتونو د یوه وروستي راپور له‌‌‌مخې د دې هېواد په شمال‌ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو په کرکيله کې یوځل بیا څه ناڅه زیاتوالی راغلی دی.