د اسراییل پوځ د حزب‌الله خلاف هوايي حملې کړي

په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو ز یانونو یوه څنډه

د اسراییل پوځ وايي، نن یې د لبنان د حزب‌الله ډلې خلاف هوايي حملې کړي دي.

د پوځ په وینا، دغه حملې یې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله د فعالیتونو تر کشف وروسته کړي او دغو فعالیتونو هغه اوربند ته خطر پېښ کړی و چې څو ورځې مخکې نافذ شوی دی.

د اسراییل د پوځ په اعلامیه کې د څلورو بېلابېلو حملو خبر ورکړی چې په یوه حمله کې د اسراییل هوايي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله تاسیسات په نښه کړل.

د پوځ په وینا، په بله حمله کې هوايي ځواکونو د لبنان بله وداني په توغندیو وویشتله.

د لبنان روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په یوه حمله کې چې پر یوه موټر شوې د یوه ۷ کلن ماشوم په ګډون ۳ کسان ټپیان شوي دي.

د وزارت په وینا، بل کس په البازوریه ساحه کې ټپي شوی دی.

د اسراییل او حزب‌الله ډلې ترمنځ له تېرې چهارشنبې اوربند نافذ شوی، خو له دغه اوربنده د سرغړونو راپورونه هم ورکړل شوي او هر لوري ملامتي پر بل لوري اچولې ده.